Willkommen auf der Olas Ghag Seite!

د ژبو مړينه

 www.ahmad-shah-baba.com

www.rahmanbaba.com

www.said-jamalludin-afghan.com

www.pachtoonistan.com

www.saagany-panna.com

 www.olasghag.com

 

د ژبو مړينه

د ملګرو هیوادو د پلتنې څنګې په ۱۹۹۷ کال کې د ټولې ځمکې بیلا بیلا ژبو شمیریې ۶۵۲۸ ژبې ښودلي او بیا داسې انګېرنه کوي چې په راتلونکو سل کالو کښې به ددې ژبو نیما یې به مړې او پوپناه شوي وي، یا دا چې د ورکیدو غشک یا خطر سره به مخامخ وي ځنکندن او مړکیدو ته به د هغو ژبو واټن ډېر نږدې وي چې یوازې د یوې ژبې بوډیانې او بودګان په وغږیږي. هرکله چې بیا وروستی کس له دې زړو څخه ومړي نو مورنی ژبه به هم ورسره مړه او بې څرکه شی. دغشک او خطر سره خو هغه ژبې او د هغی ژبی ویونکي به لاس او ګرېوان وي چې د هغوی کوچنیان نور د مورنې او هیوادنې ژبې ویلو او زده کولوته اړ شوي نه وي او یا دا چې هډو په ونه غږیږي. که څه هم یوه ژبه ژوندی سره نه ده خو که چېرې د ژوند لیار او چاپیریال کې هغه د ژوندی موجود په شان وانګېرونونه یوازې ژوندون یې په لوړه کچه د نړی چاپیریال تراغیزې لاندې راځي. خو له بله اړخه ارمیش به بدلونونه هم زغمي. ویي (لغات) او د هغو مانا او مفهوم چې په مورنی ژبې کې په ونه غږیدل شې نو ورو په ورو د یوې ژبې د وییو(لغاتو) څخه ورک کیږي. له پیړیو وروسته د ژبې ویي به هیر شوي او یا به د نورو ژبو تراغیزې لاندې راغلي وي چې بیا به دا ورک شوي ويي یوازی په پېښه لیک (تاریخ) کې که وموندل شي خو ورځنی غږیدو کې به هډو هغه ویي لادرک او ورک وي. د ګرامر او ژب ښود په ځینې بدلونو سره پخواني منل شوي خپل ارزښت له لاسه ورکوي او هم یوه ژبه د پوهنیزاو تخنیکي پرمختګ سره نوو ویي او اصطلاحاتو ته به ځای پریږدي لکه د مثال په توګه کمپیوتر، انترنیت او داسې نور. که اوس بیرته د یوې ژبې ورکیدو ته راوګرځو او وګورو چې د خپل ژوند پای وروستی سلګیوته رسیدلې ده نو د هغې د رنځ پـــړه او ملامتیا یي مسولینو ته متوجې ده. لکه چې په طبیعت کې په همدې پرتله (مقایسه) ‌ډېر مثالونه لیدل کیږی چې زه په پکتیا کې د ځاځیو ګڼ ځنګل منډهیر او الګډه د مثال په توګه راوړم. سپین ږیرو کلیوالو څخه دا خبرې خلکوته پاتې دي او یا اوس هم اورېدل کیږي چې په نوموړو ځنګلو کې د پرانګانو، زمریو، بیزوګانو، لیوانو او داسې نورو ځناورو او مرغانو ځای ؤ. خو له بده مرغه دا د خدای(ج) نعمت ته پاملرنه ونشوه او د ځنګلو په وهلو او د ونو په غوځولو سره ورو په ورو زرغونې غونډی برمنډې او سپیرې، غرونه او تنګي لوڅ او لغر شول او داسې نو د ځناورو او مرغانو ځالې هم ورسره ویجارې او د تل لپاره له دې سیمو څخه ورک او یا مړه شول . دا ځکه چې و هغوی طبیعی ژوند او کور یې لوټ او تالا شو. یا دا چې په سیالیو سره دا سیمې سپیره او لرغونې ښکلا یې اوس یا د سیمی خلکو په خبرو کې یادیږي او یا د چې په رنځورو او عکسو کې لیدل کیږي او بس ؛ که د دولت ذمه وارو او ځایي مسولینو او مشرانو په ځیر سره دا ملي شتمنې ته پاملرنه کړې وای نو زرغون او شین ځنګل به د ټولو اوسیدونکو ځناورو او مرغانو سره اوس هم ځای په پاتې ؤ. په دې ترڅ کې د روسانو یرغل په افغانستان باندې او د دوی وحشی بمبارد دځنګلو ځینې پاتې برخو په سوځیدو کې بایده چې له یاده پاتې نشي.او د حامد کرزی حکومت هم زمونږ ملي شتمنې ته پاملرنه نه کوي. لکه د ځنګل وهل او د ځناورو او مرغانو ورکیدل د خپل اصلی ټاټوبي څخه د ژبې مړ کېدل او ورکیدل هم د بې غورې، بې مسولیتې او نه پاملرنې په وجه به ډېر ژر خپل د ځنکندن شیبو ته درسیږی که چېرې یوه ژبه دمخه په خپل مړکندی بهیر کې د بې ارزښتې او بې غورې په رنځ اخته شوې. یو غټ لامل(سبب) د ژبې په کمزورولو کې د ځوان نسل تلل د زده کړې، پیسې پیدا کولو او یا کارموندلو او لټولو په تکل غټو ښارو ته ده. که چیری د کلیو اوسیدونکو ته چې په ښاروکې خپل اغیال په لټون سره د خپل کلتور او ژبې په ویلو او یا زده کړه کې کوم ژبني توپیر او ستونزه موجوده نه وي نو بیا هم تللی ځوانان د کلیو څخه ښاور ته خپله ځایي ژبه او کلتور سره به یې اړیکې نه شلیدونکی وي او که د خولخانې او کوچنیانو سره په ښار کې   

میشته شي نو کوچنیان به یې خپله مورنی ژبه هلته په ښوونځیو کې لا پیاوړی کوی او هم به خپل کور کې په ګریږي. ستر ناورین خو هغه وخت پیل کیږي که چیرې کلیوالی او هیوادنیَ ژبه په ښاروکې د نورو پردیو او یا ګاونډیو ژبو تر اغیزې لاندې راغلي وي او يا د هیواد اصلي ژبه د سیالیو،تر بګنیو او یا سیاسي او اقتصادي ګټو په وجه دې ته اړ شوي وي چې د ویلو او زده کړې لارې ته یې پیچلي خنډونه ایښودل شوي وي او د پراختیا مخ یې د ژبنی توپیر له کبله په تپه دریدلي وي. هغه وګړي چې په غټو ښاروکې خپله مورنی او هیوادنی ژبه نه شي پکارولی او هم پوهنیزه زده کړه په نشی کولای نو هلته په پاتې کیدو سره او د ښار پردی ژبې په زده کولو سره او د خولخانې په جوړولو او میشته کولو سره نه یوازې خپله پردی شي خو کوچنیان به یې هم د ښاري ژبې او کلتور تر اغیزې لاندې د کلي او مورنی ژبې په ځای به پردې ژبه د ځان وګرځوي او خپله اصلي ژبه به یې په هیره شي. اوس به وا مسله څیرو: که دا لړۍ همداسې رونه وي، ژني او وزګار خلک ښارو ته ولارشي خو په کلیو کې تش زاړه وګړي به پاتې وي او داسې نو د ژبې اصلي مړکیدلو په یوه علت وپوهیدو او د ملګرو هیوادو نړیوالې موسسې سره به زمونږ اند ورنږدې شوی وي چې یوه ژبه خو مړی لکه چې د ځنګل وهلو سره د ځنګل اوسیدونکی هم مړه او ورک کیږي. نو په هر څه چې د ژوند کړی او ځای تنګیږي البته د نابودی په ډنډ کې ډوب کیږي. د وګړو او اوس دنده ده چې د رنځور غاړې ژبې درملنې(علاج) د پاره پوه، روڼ انده، ارت انده خلکو په مرسته په دولت، خکومت کې د ژبې پرمختګ او ساتنې لارې چارې وسنجوي او داسې نو د کامي سپین زیرو، مخورو میندو او خویندو او د ټول اوس ملي او ایماني دنده ده چې په ګډه مالي او معنوی وس سره رنځمنه ژبه د پردې کیدو څخه وژغوړي او د پکارولو لپاره یې په ټول هیواد کې د ښوونې او روزنې څخه نیولې تر دولتي او غیر دولتي په دوترو کې لیارو او واټو اوهمداسې د هټــیو او حکومتی ځایو په نومولو کې او رسمي پوښتنپاڼو او داسې نو د لوحو په لیکلو سره د پردې ژبې او اغیزې څخه یې وساتي. د کمونستانو کودتا او د روسي یرغلګرو په راتګ سره افغانستان څخه په ملیونو وګړي ګاوندي هیوادو ته او په تېره بیا اروپایي هیوادو او امریکا ته مهاجر شوي دي. ډېره کې ددې افغانانو باندیني هیوادو کې دې ته اړ دي چې د هغه ځای ژبه زده کړی تر څو چې خپل او د کورنی ورځني ژوندانه کړه وړه په ښه شان سره سمبال کړي، او هم کوچنیان یې د زده کړې په وجه د میشته هیواد ژبې زده کولو ته اړ دي. مهاجر افغانان په باندنیو هیوادو کې دا مسولیت هم لري تر څوچې خپل سپیڅلی اسلام دین، ژبه او کلتور د پاملرنی څخه ونه غورځوي او هڅې یې دا وي چې خپل کوچنیان او د خولخانې غړي دي ته وهڅوي چې د هیواد ملي ژبې ته یې په پاملرنې سره خپله ایماني دنده پر ځای کړي او په داسې ویاړکې ډوب نشی  چې ګوندي کوچنیان یې په اردو، انګریزی، المانی او ایرانی او داسې نورو ژبو روان غږیږی خو د خپلی مورنې ژبې څوتکي به هم خیال کې نلري. که مونږ د خپلی ژبې دا مړکندۍ بهیر په تپه دروؤ او زیار مو دا وي چې د افغانستان اولس ډېره کیو ژبه پښتو د نړی په ګوټ ګوټ کې او هر چیرې چې یو د ورکیدو ناورین څخه ژغورو نو راتلونکي مهال کې به نه مونږ او نه زمونږ راتلونکی نسل به د ژبې د غمجنی مړینی د ژرا اوښکي توی کړي: ولې چې زمونږ بچیانو به زده وی، لیک او لوست به په کوي په ښوونځیو او پوهنځیو کې به د زده کړی پوهینزه ژبه وي چې داسي وي نو بیا به ولې پښتو ومړي !

حضرت محمد(ص) فرمایلي دي! حب الوطن من الایمان) هیواد سره مینه د ایمان جز دﺉ نو په هیواد کې ژبه او کلتور هم د هیواد او کام سره پیسیلی مرغلړې وي چې باید وپالل شي .

د ژبو مړينه (دويمه برخه)

په دې ګنهې د ژبو مړيې لړۍ به امریکا وچې ته د اروپايي ښکيلاکي ځواکونو ورتګ ، د روسانو ښکيلاکي پاليسي په ګاونډيو جمهوريتونو باندې او د پښتنو څوسوه کاله واکمني په هندوستان کې سره پرتله شي.

په دویمه میلادي پيړۍ او د روميانو واکمنۍ په وخت کښې د ځمکې په درې وچو لکه اروپا، افریقا او آسيا کښې (۵۰) مليونه خلکو ژوند کاوه او ددې درو وچو ډېره کيو وګړو په لاتين ژبـــه غږیدل . په دريمه ميلادي پيــړۍ کښې د روم د واکمنې زوالیدو سره د لاتين ژبه هم له برمه ولويده او نوې روماني ژبې لکه فرانسوي ، ايتاليايي ، اسپانيايي ، پرتګالي ، رومانيايي او همداسې ځينې ګړدود(لهجه) لکه کتلان ور څخه وزيږيدې . د امريکا وچې په ښکيلاک کولو سره د اسپانيا او پرتګال لخوا د (پنځلسمی) پيــړی په چاپيريال کې د ملګرو هیوادو د پلټنې څانګې اټکل له مخه تر زرو ژبو پدرې خپل د مړينې ځنکندن پرې کړﺉ ده . په منځني او سویلي امریکا کې دا ښکيلاکي ځواکونو په زور ، جبر او زلند د امريکا اصلي سره پوستکي وګړي دي ته اړ ایستل چې د دوی ژبه زده کړي. په دې توپیريزه پلیسي سره پوستکي امریکايان ووژل شول ، ځينې يې غرنی سیمونه وتښتیدل او پاتې شوو د ښکیلاکګړو ژبه زده او کلتور یې پوپناه شو. اوسمهاله وخت ټول منځني او سويلي امریکا وچه کښې، پرته له برازيل څخه چې هلته پرتګالي ژبه ده نور په پاتې هيوادو کښې په اسپانيايې ژبه خبرې ترسره کیــږي. د امریکا او کانادا سپین پوستکو توپيريزه پاليسي د امريکا اصلي سره پوستکو اوسیدونکو(              ) سره په دې اندازه ناوړه اوغير وګړنيزه وه چې د هغوی ژبه ، ټولندود (کلتور) ، هيواد او ګروه يې ورڅخه واخیستل. يوازې په شمالي امريکا کې پاتې سره پوستکو په دې وتوانيدل چې خپله لرغونی ژبه او کلتور وپالی. په زاري روسيه او هم د لينن کمونستی کودتا په (۱۹۱۷) کال په پـــېر کښې بيلابيلو آسيايي جمهوريتو کښی لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، آذربايجان، قزاقستان او اروپايي برخه يي لکه لتوانيا، استونيا او نورو کښې د دين، ژبې او کلتور زوال پيل شول. ددې پاسه جمهوريتونو په نيولو سره د ځايي ژبو په ځای به روسي ښکېلاکي ژبه په زور او جبر سره رسمي ژبه بلل کيده چې دولتی او حکومتی چارې، ښوونه او روزنه، وړوکتونونه، روزنتونونه، ښوونځي او پوهنځي دې ته اړ وؤ، چې په زوسي ژبې، کلتور او سیستم باندې سمبال شي. دیني ښوونځي او جوماتونه وتړل شول چې دا لړۍ تر ګورباچوف پورې روانه وه. په افغانستان باندې د روسي سره پوځ یرغل په ۲۷ دسامبر(۱۹۷۹) ميلادي کال کې افغان اولس بيا یوځل دې ته اړشو چې خپلې توري له تېکی راوکاږي او د خپل هيواد خاوره او ځمکنۍ بشپــړتیا د روسي کړغيرنو کمونستي یرغلګرو ناورین څخه سوچه کړي. هغه ؤ، چې ميــړني او پتمن افغانانو روسي يرغلګر پوځ يي په (۱۹۸۹) ميلادي کال پړ او شرمنده د هيواد پولو څخه د باندې کړل. ګوربه چوف چې د روسي پوځ ماتې اټــکل يې کړی ؤ، نو دا يې زغملي ؤو چې د سور پوځ ماتې به په روسي جمهوريتونو باندې ناوړه اغيزه واچوي او د هغوی خپلواکۍ په مبارزه کښې به افغانی مجاهیدين ترڅنګه ودريږي او داسې نو د کرملین دا لګول شوﺉ اور به تر ماسکو پورې ورسيږي. د افغانانو برلاسې د روس کمونستی سیستم ستنې يې په ردیدو کړې او د کرملين واکدارانو پريکړه په دا وشوه چې کمونستی سیستم بابیزه او د يونيم ميليون افغانانو په وينه او شهادت سره روسي جمهوريتونه هم د روس مړيتوب او بلواکې څخه ووتل او خپلواک شول. دا خپلواک جمهوريتونو سمدلاسه داسې هڅی پيل کړې چې زیانمن شوﺉ دين، هيوادنې ژبه، کلتور وروسته له څه ناڅه اويا(۷۰) کالو بیرته په ځليدو راوړي. که څه هم د خپلواکه شوو روسي جمهوريتونو دین، ژبې او کلتور ډېر رنځمن او په مړګوني لاره رهي ؤو، خو اوس چې د افغان اولس له برکته د روسي ښکيلاک ځنځيرونه مات او دوی دا چانس ترلاسه کړ چې د خپل دين، مورنۍ او ځايې ژبې او کلتور درملنه وکړی.

 

 

روسي ژبه په تپه ودروي او خپله ملي ژبې ته پراختیا او وده ورکړي. پدې ترڅ کې که چيرې د يورپ سپين پوستکو ښکيلاک په امريکا وچه او د روسی ښکيلاک په ګاوندي د افغانستان کړکيښ (تاريخ) هغې برخې سره ځغلند پرتله کړو، کوم چې د غوریانو، سوریانو او لوديانو د څوسوه کالو واکمني په هند کښی انځوروي نو داسې پايلنيوی (نتيجه ګيري) کولای شو چې : پښتنو د هند په خلکو هيڅ ژبني او کلتوري توپيريزه ځورونکی پاليسي نه درلوده او په هندوستان کښې يې نه يوازې وګړنیز حقوق خوندې ساتل خو د هندستان په آبادولو او سمسورولو کښې یې د پښتونولي غوره بنسټ سره په روغه او سوله کښې ډېرې هڅې وکاږلې تر هغه چې هند د اتلسمی پيړی په چاپيريال کې د انګريزانو تر راتګ پورې شتمن، سوکاله او پرمختللی هیواد وګڼل شي. پښتنو د هند وګړو سره په ټول ټولنيز اړخونو کښې ښه او نېک چال چلند کاوه. د اروپاـيانو کړه وړه په امريکا وچه او د روسانو ښکيلاک په ګاونډيو جمهوریتونو باندې د پښتنو نېک ښه او بې توپيريزه ژبني پالسيی سره په هند کښې نه پرتله کيږي. له بده مرغه د هندوستان په ارت هیواد کې میشته پښتنو څخه خپله مورنی ژبه پښتو لکه څاڅکی په سیند کې داسې لا درکه او حل شوه. د پښتو ژبې مړګونی رنځ په افغانستان او ټولو هغو سیمو کښې چې پښتانه په کښې میشته دي په زغرده زیاتیږي. تر هغه چې د زده کړې لارې چارې د وړوکتون، روزنتون، ښوونځیو څخه نیولې تر پوهنتون پورې د افغانانو په مورنی پښتو ملي او رسمي ژبی ترسره نشي نو خامخا به ژبې سره اړیکی ورو په ورو شلیږي او چې پیړی ووځي نوځنکندنته به نږدي وی. یو کام هغه وخت مړي چې ژبه يې ومړي. پښتو ژبه اوس د ګاوندیو هیوادو د ژبو په تېره بیا د فارسۍ او اردو تر اغیزې لاندې راغلې او دا د محاصرې کړﺉ ورو په ورو ور باندې تنګیږي. افغانانو ته ښایي چې د خپلې مورنی ژبې پوهنیزه کولو کښې د سیالو ژبو ډګر ته راووځي او داسې لارې چارې ولټوي چې د پښتو ژبې پراختیا، وده او زده کړه خپله ايماني غوره دنډه وګرځوی .

 

 

د افغانستان ژبی

 

Languages of Afghanistan

 

پښـتو او فارسۍ دواړه د افغانستان رسمی ژبی دی .

افغانستان تقریبا' ۲۵ ملیونه اوسیدونکی لری او د پښـتو ژبی ویـونکی په سلو کی تر پنځه شپیـتو رسیږی.

د افغانستان د اساسی قانون له مخی افغان ملت له تولو هغـو وګرو څخه جوړ شوی دی چی د قانون مطابق د افغانستان د دولت تابعـیت ولری.

د قانون له مخی ټول افغانان یو شان مساوی حقوق او وجایب لری.

 

 

Languages of Afghanistan

 

Pashto and (Farsi/Persisch) are both official Languages of Afghanistan.

Afghanistan has a population of about 25 million of which nearly 65% are Pashto speaking.

According to the constitution the Afghan nation is composed of all those individuals who possess the citizenship of the state of Afghanistan in accordance with the provisions of the law.

Before the law all Afghans have equal rights and obligations.

 

 

 


Gratis Homepage erstellen bei Beepworld
 
Verantwortlich für den Inhalt dieser Seite ist ausschließlich der
Autor dieser Homepage, kontaktierbar über dieses Formular!